سیمه ییز خبرونه
د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ (د وږي ۹) ونمانځل شوه
په كابل كې د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت له خوا په رسمي بڼه ونمانځل شوه.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست محمد اكرم خپلواك وايي:
دا ورځ په داسې حال كې نمانځل كيږي، چې اوس هم په افغانستان كې د سيمې د استخباراتو له خوا جگړه روانه ده او د ديورند كرښې په دواړو غاړو كې پراته قومونه هره ورځ قرباني وركوي.
د ښاغلي خپلواك په وينا، د سيمې استخبارات به د جگړو او افراطيت له لارې خپلو موخو ته ونه رسيږي.
د سرحدونو وزارت چارواكي له مدني ټولنو، ملي شورا او د هېواد له ټولو قومونو او پرگنو غواړي، چې ملي وحدت غښتلى كړي او له دوى سره د سولې او پخلاينې په پروسه كې همكاري وكړي.
د يادونې وړ ده، چې د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ په افغانستان كې د پښتنو او بلوڅو د مشرانو په گډون له ۱۳۲۸ل كال څخه په بېلابېلو بڼو نمانځل شوې او په اړه يې د خواخوږۍ ډاډ څرگند شوى دى.