بی بی سی پښتو

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشره ثنا اعجاز له بلوچستان و اېستل شوه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۹, ۱۳۹۹)

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشره ثنا اعجاز وايي، د بلوچستان او پښتونخوا سرحدي ښار ژوب کې تر نیول کېدو وروسته پښتونخوا کې پرېښودل شوه.

نوموړې د چارواکو پرونی چلن نامناسب بولي:

“زه یوه ښځه یم، خو د امنیتي ځواکونو دومره لوی کاروان کې له بلوچستان و اېستل شوم، لکه ترهګره چې یم. “

ځايي چارواکي وايي، ثنا اعجاز بلوچستان ته له تګ منع شوې وه، ځکه د دې صوبې له ضلعې یا ولسوالۍ و اېستل شوه.

خو ثنا اعجاز د حکومت دا ګام غندي او د اساسي قانون د ۱۵ مادې خلاف یې بولي.

ثنا ژوب کې څه کول؟

ثنا اعجاز د کتابتون پرانیستلو لپاره د بلوچستان ژوب ته تللې وه او په دې تړاو یې یوه غونډه کې وینا هم کوله.

هغه وايي، دې غونډه کې د ګډون لپاره د شنبې په ورځ له پښتونخوا په بس کې ژوب ته تلې وه.

د هغې په خبره، د ښځو واک غورځنګ دا کتابتون د نجونو زدکوونکو لپاره جوړ کړی دی.

هغه زیاتوي چې دې غورځنګ پر پېښور، مردان، کوټه او سیف الله کلا سربېره ځینې نورو سیمو کې هم دا کتابتونونه جوړ کړي دي.

نوموړې زیاتوي، کله چې سهار لس نیمې بجې کتابتون پرانیستلو ته ورسېده، نو هلته د ژوب مرستیال کمېشنر او د پولیسو مشر له ډېرو پولیسو سره وو.

Getty Images
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هم له بلوچستان اېستل شوي دي.

د هغې په خبره، د کتابتون تر پرانیستې وروسته یې ښځو ته وینا هم کوله، خو په ډېر تکلیف یې د کتابتون پټۍ پرې کړه او غونډه کې له ګډون منع شوه:

“مرستیال کمېشنر را ته وویل چې پر ما سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او نور مشران هم بلوچستان ته له تګ منع شوي دي، ځکه ما هم له بلوچستان باسي. “

ثنا زیاتوي چې مخکې بلوچستان ته له تګ منع شوې وه، خو هغه بندیز درې میاشتې او ختم شوی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان نیول شوي

د نقیب الله مسید دریم تلین؛ پښتون ژغورنې غورځنګ پر کومه خوا روان دی؟

دا زیاتوي چې له نیول کېدو وروسته امنیتي ځواکونو د پښتونخوا سیمه کې پرېښوده:

“امنیتي ځواکونو ته مې وویل چې زما سره ګاډی هم نشته، ځکه مې یوه مناسب ځای کې پرېږدئ، خو دوی ویل، زموږ له دې سره کار نشته. “

ثنا وايي، پاکستانۍ وګړې ده او سوله ییزې سیاسي هڅې کوي، خو له بلوچستان اېستلو سره یې قانوني او بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شول.

چارواکي څه وايي؟

د بلوچستان د کورنیو چارو مرستیال حافظ عبدالباسط وايي، دغې صوبې ته د ثنا په تګ بندیز دی.

د هغه په خبره، صوبایي حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر نورو مشرانو هم دغې سیمې ته په تګ بندیز لګولی، ځکه د ژوب ځايي چارواکو په دغه بندیز د عمل لپاره ثنا له ژوب اېستلې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مشران-منظور پښتین، علي وزیر او محسن داوړ- هم له دې مخکې له بلوچستان اېستل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې د غورځنګ یوه مشره له دې صوبې استل کېږي.

Trending

Exit mobile version