تازه خبرونه
د پکتيا د سیدکرام ولسوالۍ امنيه قومندان ووژل شو
د پکتیا سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د دې ولایت د سید کرم ولسوالۍ امنیه قومندان له خپلو درې پولیسو سره وژل شوی دی.
د سیدکرم ولسوالۍ ولسوال شریف کلیوال آریانا نیوز ته ویلي، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان همایون همت پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه رامڼخته شوې ده.
ښاغلي کلیوال زیاته کړې؛ پېښه هغه مهال رامینځته شوه، چې د پولیسو قومندان تر برید لاندې پوستې مرستې ته روان شو.
سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د سید کرم ولسوالۍ امنیه قومندان او درې پولیس وژل شوي او څلور نور سرتېري ټپیان دي.
ښاغلي کالوال دا هم ویلي، چې طالبانو ته ځاني زیان اوښتی؛ خو د جزئیاتو له وړاندې کولو یې ډډه کړې ده.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
پکتيا د هېواد په جنوب ختيځ کې يو له ناامنو ولايتونو څخه دی، چې په يو شمېر ولسواليو کې يې طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.
