سیمه ییز خبرونه
د پکتيکا اوسيدونکيو د سپارل شويو وړانديزونو د پلي كولوغوښتنه وكړه
په دغو وړانديزونو كې يو شمېربنسټيزې پروژې دي، چې د پكتيكا لپاره حياتي ارزښت لري؛ ځكه يې له دولت د ژر تر ژره عملي کولو غوښتنه هم وکړه.
دوى د پكتيكا اوسنۍ ولايتي اداره هم وستايله، چې په دې ورستيو كې يې په دغه ولايت كې ځينې برياوې لرلي دي.
محمد رسول عادل دآريانا راډيو- ټلويزيون خبريال څرگندوي، چې:
د پكتيكا په مركزښرنه كې د يوې غونډې پرمهال، چې د سيمې گڼو قومي مشرانو په كې گډون كړى و، وويل، چې:
تراوسه د پکتيکا لپاره دولت داسې اساسي كارنه دى كړى، چې د خلكو په ژوند كې يې مثبت بدلون راوستى وي.
قومي مشرانو زياته كړه، چې:
خوښ دي، چې وزيرانو شورا ته يې داسې وړانديزونه كړي، چې دغه ولايت دوه يمې درجې ته لوړشي.
په پكتيكا كې د پوهنتون، يوسل و شل بستريز روغتون، ملکي هوايي ډگر، د کډوالو لپاره د ښارگوټي، د منځنيو روغتيايي زده کړو مرکز جوړول او له خيرکوټ ولسوالۍ تر وازې خوا او د سروبې له روبات سيمې د انگورآډې تر سرحد د لويو لارو جوړول او يوشمېرنورې اړتياوې دي، چې د حل لپاره يې د گامونو اخستو ژمنې ورسره شوي.
برخوالو له دولت د يادو وړانديزونو د ژر تر ژره پلي کولو غوښتنه هم وکړه.
د غونډې گډونوالو د پکتيکا ځايي ادارې، د پكتيكا وكيلانو د هغې پاملرنې ستايته هم وكړه، چې دې ولايت ته يې كړي او لاسته راوړنې يې هم لرلې دي.
پکتيکا د هېواد په جنوب ختيځ کې پروت پراخ، غرنی او سرحدي ولايت دی، چې دوه ويشت ولسوالۍ لري، خو د پوهنې او پرمختگ په برخه كې دومره وروسته پاتې دى، چې زياتره ښوونځي يې د دولسم فارغ ښوونكي نه لري او ډېرې ولسوالۍ يې د ژوند له لومړينو اړتياوو هم بي برخې دي.