تازه خبرونه

د پکتيکا په پرونۍ چاودنه کې د يوې کورنۍ ١٠غړي وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په دغو وژل شويو کې دوه وروڼه او آته يې هم د تره زامن دي. چارواكي وايي چې په دې پېښه كې ټول څوارلس وژل شوي او ٣٣ نور ټپيان دي. ټپيان تېر ماښام د چورلکو په واسطه کابل ته ليږدول شوي دي. د پکتيکا والي دا يوه له وحشت ډکه پېښه بولي او وايي چې د پېښې قربانيان ملکي وګړي دي.

دا چاودنه تېر ماښام د پکتيکا په خېرکوټ ولسوالۍ د هغه موټر سايکل په واسطه شوې چې له چاودېدونکو موادو ډک کړل شوى و. چاودنه د سې ګانې په کلي کې د واليبال په يوه ميدان کې شوې، ځايي اوسېدونکي وايي، چاودنه هغه وخت وشوه، چې لوبه خلاصه شوه او پر برياليو ټيمونو ډالۍ وېشل کېدې.

د پکتيکا امنيتي مسؤلين وايي، په دې پېښه کې ١٤ کسان وژل شوي او ٣٣ نور ټپيان دي. په وژل شويو کې لس تنه د يوې کورنۍ غړې دي. نظير خان هغه کس دى، چې د پکتيکا په پرونۍ چاودنه کې يې دوه زامن او اته ورېرونه وژل شوې دي.

د وژل شويو کسانو مړي د دوشنبې په ورځ په خېرکوټ ولسوالۍ کې په ډله ييزه توګه خاورو ته وسپارل شول. ځايي چارواکي وايي، په دغه چاودنه کې ډېر ټپي شوي کسان يې تېره شپه د افغان پوځ د چورلکو په مرسته کابل ته لېږدولي. د پکتيکا والي امين الله شارق وايي د پېښې قربانيان ټول ملكي خلك دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د پکتيکا د یحیې خیلو په ولسوالۍ کې د واليبال په يوه ميدان ځانمرګي برید شوى و چې تر يو نيم سل ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

خبريال: فريدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version