تازه خبرونه
د پکتیا د پوهنې ریاست شپږ کارکونکي نیول شوي؛ خو دوه نور په تیښته بریالي شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پکتیا د پوهنې ریاست یوې سرچینې ویلي، د پوهنې ریاست د پلان مدیر، د محافظت او مصونیت مدیر، د څارنې آمر، دوه انجینران او د وزي ځدران د پوهنې مدیر د فساد په تور نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، د فساد په دې پېښه کې د پوهنې دوه کارکونکي هم شامل دي، چې نامعلوم ځای ته تښتیدلي او ور سره اړیکه نه شي نیول کیدای.
د پکتیا والي ویاند نقیب احمد اتل منلې، چې د پوهنې ریاست شپږ کارکونکي د اداري فساد په تور نیول شوي دي.
د پکتیا ولایتي شورا یوه غړي ویلي، د ښوونځیو او تشنابونو د ساتنې لپاره یونیسف دوه میلیون افغانۍ مرسته کړې وه، چې د پوهنې ریاست اړوند مسوولینو له دغو پیسو پېنځه سوه زره افغانۍ لگولي او نورې یې خپلو جیبونو ته اچولي دي.