تازه خبرونه

د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د مچلغو بند د جوړولو چارې څارو- طالبان

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۹, ۱۳۹۹

په پکتیا کې یو سیمه ییز طالب قومندان ویلي؛ یو کال مخکې یې د حکومتي ځواکونو پوستې د احمد ابا ولسوالۍ له اړوند سیمو راټولې کړې او اوس د دې بند د جوړولو ټولې چارې پخپله څاري.

په احمد ابا ولسوالۍ کې د طالبانو د پوځي ادارې مشر قاري عمر له آریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې طالبانو د مچلغو د بند شاوخوا ټولې امنیتي پوستې لیرې کړي او دوی یې ودانیزې او امنیتي چارې تر خپل بشپړ څار لاندې راوستي دي.

د مچلغو بند د حکومت لخوا د ۴۳ میلیون دالرو پر ارزښت جوړیږي او تر دې دمه یې ۱۰ سلنه کار تر سره شوی دی.

یادې سرچینې زیاته کړې؛ د دغه بند د جوړولو کار په تېرو لس کلونو کې درې شرکتونو ته رسیدلی او د یو میلیارد افغانیو له لګښت سره سره یې ودانیزې چارې یوازې لس سلنه بشپړې شوې دي.

نوموړي په ډاګه کړې، چې د دې پروژې کار به د همدغو ۴۳ میلیون دالرو پر لګښت بشپړ شي.

قاري عمر زیاته کړې؛ ما د اوبو بند شاوخوا ټولې سیمې نیولي؛ کاري فرصتونه هم برابر شوي او اوس مونږ هرڅه خپله څارو.

دغه راز د مچلغو بند انجنیرانو هم ويلي، چې د سیمې ټول اوسیدونکي له دوی سره همکاري کوي او دا کار په آسانه پرمخ ځي.

د مچلغو بند مشر انجنیر جاوید احمد هجرت ویلي: (د طالبانو په ګډون) د پکتیا ټول خلک له مونږ سره همکاري کوي.

د سیمې خلکو ویلي، چې د دې بند کار معیاري پیل شوی ندی او له افغان حکومته یې غوښتي، چې دغه پروژه په سمه توګه وڅاري.

د مچلغو بند پروژه، د جلګه سیند پرغاړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال وړاندیز شوې وه، چې لومړنی کار یې په ۲۰۰۹ کال کې یوه روسیې ودانیز شرکت د ۳۳ میلیون دالرو د تړون له لاسلیک وروسته پیل شو.

په ۲۰۱۶ کال کې دغه تړون لغو شو؛ ځکه، چې پروژه بشپړه نشوه. په راتلونکي کال کې یې له یوه روسیې شرکت سره د ۲۳ میلیون دالرو پر ارزښت تړون لاسلیک شو؛ خو دا تړون هم له ورته برخلیک سره مخ شوی دی.

Trending

Exit mobile version