تازه خبرونه

د پکتیا په مرکز ګردیز کې د دوه میرمنو جسدونه موندل شوي

Published

on

د پکتیا مرکز ګردیز د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د عبدالله کلا په اړوند سیمه کې د دوه میرمنو جسدونه موندل شوي دي.

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ مشر خالقيار احمدزي ويلي، یادې میرمنې، چې د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسیدونکې دي؛ د ناڅرګندو کسانو لخوا پر ډزو ویشتل شوې.

نوموړي زیاته کړې، د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.

د پېښې په اړه پوره جزئیات تر دې دمه په ډاګه شوي ندي.

د سیمې خلک نه دغه میرمنې پېژني او نه د قضیې له لامل خبر دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا د پکتيا په ګډون د هېواد په یو شمېر سیمو کې مرموزو وژنو خلک او د تېر نظام کارمندان اندېښمن کړي دي.

Trending

Exit mobile version