تازه خبرونه

د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلي د بیات بنیاد له مرستو برخمن شول

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۴, ۱۴۰۱

د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلیو ته د بیات بنیاد د خوراکي توکو، خېمو، کمبلو او درملو د مرستو رسېدلې ټولګې د دغه بنسټ د مسوولینو لخوا پر زیانمنو خلکو ووېشل شوې.

بیات بنیاد د مرستو د وېش تر څنګ د پکتیکا ګیان او د خوست سپیرې ولسوالیو اړوند سيمې ته خپل روغتيايي کارکوونکي لېږلي او له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د  ټپيانو او ناروغانو درملنه کوي.

د بیات بنیاد د روغتیايي ډلې مسوول سمیع رحیمي وایي:  د بيات روغتيايي ټيم په خپل وخت راغلى او له دوه ورځو را پدیخوا د زرګونه ناروغانو درملنه کوو.

دغه راز د بیات بنیاد مرستندویه ډلې د خوست ولایت زلزله ځپلیو او زیانمنو کسانو ته د وریجې. اوړه، غوړي او د بېړنۍ سرپنا د وسایلو وېش پیل کړی دی.

د خوست د زلزلې یو ټپي عبدالسلام وایي: مونږ د بیات بنیاد له دغو مرستو مننه کوو، چې سپېرې ولسوالۍ ته راغلي او له مونږ سره یې مرسته وکړه. هیله من یوو، چې دغه راز مرستې روانې وساتل شي؛ ځکه د سیمې خلک پوره وځپل شول.

همدارنګه د افغان بېسیم مخابراتي شرکت تخنیکي ډلې هم زلزله ځپلیو سیمو ته رسېدلي، چې  زیانمنو سیمو ته بېړني مخابراتي خدمات ورسوي.

په خوست کې د بیات بنیاد مسوولینو په راتلونکیو ورځو کې د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلیو سره د نورو مرستو ډاډ هم څرګند کړی دی.

بیات بنیاد له یوې لسیزې راپدیخوا په ټول هېواد کې د روغتیا، ښوونې او روزنې په برخو کې پر بنسټيزو چارو سر بېره په طبیعي پېښو کې له زیانمنو کسانو سره هم مرستې کوي.

Trending

Exit mobile version