تازه خبرونه

د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلي اوس هم خوراکي توکو او سرپناه ته اړ دي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۴, ۱۴۰۱)

د افغانستان د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ ژوندي پاتې شوي کسان، چې د کورنۍ څو غړي یې د سترګو په رپ کې له لاسه ورکړي د بې کوره کېدو او لوږې ترخې کیسې کوي.

له یوې خوا دغو خلکو د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکولو درد پر اوږو بار کړی او له بلې خوا لوږې او بې کورۍ یې ژوند تریخ کړی دی.

 د اسلامي امارت چارواکي، چې ګیان ولسوالۍ ته ورغلي وايي؛ په سیمه کې شاوخوا ۹۰ سلنه کورونه ویجاړ شوي دي.

په نړیدلیو خټینو کورونو کې د دې سیمې بېوزله کورنیو ژوند کاوه، ماشومان د خپلو میندو په تودو غېږو کې پر درنده خوب ویده ول، چې دغه طبعیي ناورین وځپل او هر څه یې لوټه لوټه او کورنۍ یې یا نیمګړې کړې او یا یې هم بشپړې ووېشلې؛ خو ژوندي پاتې خلک یې سمدلاسه خواړو او سرپناه ته اړ دي.

د پکتیکا زلزله ځپلی سيد بختاجان وایي، چې د زلزلې له کبله یې د کورنۍ څلور غړیو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور یې په روغتون کې دي.

دی وايي، چې ژوندي پاتې کسان یې تر شنه آسمان لاندې پاتې دي.

بختا جان ته اوس د هغه د کورنۍ غړیو یوازې جامې ور پاتې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد ویلي؛ دغې ویجاړوونکې او مرګونې زلزلې په ګیان ولسوالۍ کې ۹۰ سلنه کورونه نړولي او په ټولیزه توګه یې  ۱۰۳۶ کسان مړه کړل او شاوخوا  دوه زره نور په روغتونونو کې بستري شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مرستیال شرف الدین مسلم د څرګندونو له مخې؛ خامه او کنډو کپرو سړکونو د مرستې هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ  کړي؛ ځکه، نو په ګیان کې دغه بشري ناورین ځپلي کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر ورځ د دوه یم ځل لپاره هم زلزلې دغه سیمه ولړزوله، چې په کې لږ تر لږه پېنځه کسان مړه شول.

Trending

Exit mobile version