تازه خبرونه
د پکتیکا په ګومل کې بې پيلوته الوتکو شل کسه وژلي
د پکتیکا ولایت په سرحدي ولسوالۍ ګومل کې د بې پيلوته الوتکو دوه غبرګو بریدونو نږدې شل کسه وژلي دي.
د وژل شويو کسانو دشمېر او هویت په اړه بېلابېل رپوتونه ورکول کیږي.
د پکتیکا امنیه قومندان، جنرال زړور زاهد وايي، چې بریدونه بهرنیو ځواکونو کړي او دوی په جریان کې نه دي؛خو د هغو معلوماتو له مخې، چې بهرنیو ځواکونو دوی ته ورکړي په دوه بریدونو کې١٤وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دى وایي، چې وژل شوي کسان پېژندل شوي طالبان ول.
د پکتیکا ولایتي شورا مر ستیال او د همدې سیمې اوسیدونکی نعمت الله ببري وویل، چې په دوه بریدونو کې١٧ کسان وژل شوي او ټول ملکي وګړي دي.
وسلوالوطالبانو د پکتیکا په بریدونو کې د خپلو کسانو وژل ردکړي دي.
ګومل د پکتیکا سرحدي ولسوالي ده، چې د پاکستان له سویلي وزیرستان سره پوله لري او افغان دولت پرې بشپړه واکمني نه لري.
څومیاشتې وړاندې په همدې سيمه کې د طالبانو د دوه ګروپونو ترمنځ وسلوالې نښتې شوې وې، چې یو لوری یې د داعش پلویان بلل شوي وه.