نړۍ
د پیتاون نومي مار له خېټې د یوې ښځې مړی راوویستل شو
(Last Updated On: لړم ۴, ۱۴۰۱)
د یوې ۵۴ کلنې میرمنې مړی، چې کورته نږدې ځنګله ته تلې وه د پیتاون نومي مار په ګېډه کې وموندل شو.
د سیمې اوسیدونکیو دغه اووه متره مار وواژه او له خېټې یې هغه ښځه راوویسته، چې لټون یې روان و. دې کار ټول هک پک او حیران کړل.
۵۴ کلنه جهرا د جمعې پر شپه د لویدیځ سوماترا تاپو په جامبي ولایت کې خپل کور ته نږدې په ځنګل کې ورکه شوه. د سیمې خلکو د لټون ډلې واستولې او دوه ورځې وروسته یې په ځنګل کې یو لوی مار وموند، چې پراخه خېټه لري.کله، چې یې پرې خېټه پرې کړه؛ نو دننه یې د میرمنې مړی وموند.
د جهرا د کلي مشر انتو ویلي؛ شونې ده، چې پیتاون نومي مار هغه د خپلو عضلاتو پر زور وژلې او بیا یې تېره کړې وي.
هغه زياته کړې:
ښايي دا ښځه دوه ګړۍ په دردناک حالت کې پاتې شوې وي او بیا یې له وژلو وروسته خولې وي.