بلخ @ps
د پیسو د ناقانونه اخیستو د مخنیوي له پاره ترانسپورتي برښناپاڼې جوړیږي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ترانسپورت وزارت د پیسو د ناقانونه اخیستو د مخنیوي له پاره ترانسپورتي برښنا پاڼې جوړیږي.
د ترانسپورت وزارت د اقتصاد عالي شورا ته د برښناپاڼو د طرحې په وړاندې کولو هڅه کړې، چې په لویو لارو کې په ناقانون ډول د پیسو اخیستو مخه ونیسي.
د ترانسپورت وزیر محمد الله بتاش په بغلان کې خبریالانو ته ویلي، چې دغه طرحه د اقتصاد د عالي شورا لخوا تایید شوې ده.
دی زیاتوي، چې د دې کار د عملي کولو له پاره به ۱۳۱ ترمینلونه او ۱۴۷ برښنایي دروازې هم جوړې شي.
ښاغلی بتاش دغه راز د ناامنیو او زیاتو بارونو د لیږد له کبله د سړکونو په ځانګړي توګه د سالنګ لویې لارې پر ویجاړیدو اندیښنه وښوده.
دا په داسې حال کې ده، چې د فواید عامې وزارت د بامیان- دوشي سړک د پخولو له پاره ۲۵۰ میلیون دالر تر لاسه کړي دي.
خبریال: محمد ذاکر نوری