تازه خبرونه

د پیسو د چاپ پر تخنیکي هوکړې کار روان دی- د افغانستان بانک

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانک چارواکو ويلي؛ د نویو بانک نوټونو د چاپ لپاره د یو شمېر هېوادونو او د پیسو د چاپ له دفترونو سره تخنیکي هوکړې ته رسېدلي دي.

د افغانستان بانک مسوولینو د دولتي چارواکو د حساب ورکولو په بهیر کې په ډاګه کړې؛ د افغانۍ د ارزښت د ثبات ساتل، د سوداګریزو بانکونو د فعالیتونو ساتل او دوام، د بانکي خدمتونو وړاندې کول، د بهرنیو راکړو ورکړو آسانتیاوې او د نویو سیستمونو رامنځته کول په تېر کال کې د افغانستان بانک لاسته راوړنې دي.

د افغانستان بانک مشر عبدالقاهر څرګنده کړې؛ د افغانیو د ارزښت د ثبات ساتل، د سوداګریزو بانکونو د پایښت ساتل، د بانکي خدمتونو وړاندې کول، د پولو له لارې د راکړې ورکړې آسانتیا او د نویو سیستمونو رامنځته کول هغه مسایل دي، چې د افغانستان بانک په تېر کال کې ورته پاملرنه کړې ده.

د دغه بانک چارواکي وايي؛ دوی د مندرس او سولیدليو بانکنوټونه راټول او له منځه وړي او د یو شمېر هېوادونو سره د بانک نوټونو او پیسو د چاپولو تخنیکي هوکړې ته رسیدلي دي.

د افغانستان بانک ستر سلاکار لطف الحق نور پسرلی وایي: مونږ زړې پیسې راټولې او وسوځولې، مونږ د پیسو چاپولو له دفترونو او هېوادونو سره هوکړې ته ورسیدو. مونږ هیله من، چې له پلان سره سم پرمخ ولاړ شو او تاسې ته یې پایلې درکړو. مونږ د ملي ګټو پر بنسټ پرمخ ځو او خبرې کوو. هېوادونه او بانکونه له افغانستان سره مرسته کوي.

د دې بانک مسوولینو ويلي، چې د افغانستان د اسعارو د زېرمو د خلاصون لپاره  له اړوند خواوو سره څو کورنۍ او بهرنۍ ناستې شوي او پر تخنیکي مسایلو یې بحثونه کړي دي.

د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې، د بانکدارۍ سکتور د ښه والي او د جرمي فعالیتونو د مخنیوي لپاره د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي قانون، د پیسو وینځلو د مخنیوي د اقداماتو تنظیم، د بانکدارۍ سکتور د ستونزې د اوارۍ لپاره د پلان مدیریت او د بانکي سکتور د بیا ژوندي کولو پلان جوړ شوی او د مالي او بانکي سکتور او د بحران د مدیریت پالیسي جوړې شوي او د عملي کیدو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نوبل جایزې ګټونکي په ګډون له اویا يېرو اقتصادي کارپوهانو د امریکا ولسمشر جوبایدن او د دغه هېواد د خزانې وزیر جینت ییلن ته لیک استولی او د افغانستان د اسعارو د زېرمو د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.

Trending

Exit mobile version