تازه خبرونه
د پیسو مینځلو د مخنیوي قانون په ۸ فصل و۷۰ مادو كې تصویب شو
د پیسومینځلود مخنیوي قانون، چې تر دې وړاندې دوه ځله د نصاب د نه پشړوالي له كبله له تصویب پاتی و، نن دوشنبه(د غبرگولي۲۶) په ۸ فصلونو او ۷۰ مادو کې د رايو په اكثريت تصویب شو.
دولسي جرگی رییس عبدالرووف ابرهیمي زياتوي:
دغه قانون له دې وړاندې د حکومت له لوري په ۸ فصلونو او ۴۵ مادو كې ولسي جرگې ته د تصویب لپاره وړاندی شوی و.
دولسي جرگې د ماليې او بودجی کمیسیون رییس امیر خان یار وویل، چې:
له ډېر بحث وروسته په دې قانون کې یو شمېر مادې د مالي نطام د ښه والي په موخه ور زیادې شوې دي.
همدارازپه نننۍ عمومی غونده کې ددغه قانون په څلورمه ماده کې یو بند زیات شوى، چی له مخېيې له ۱۳۸۱ل کال وروسته د ټولو منقولو او نامنقول جایدادونوڅیړنه په کې شاملیږي.
له دې وړاندې داسې اندېښنې وې، چې که ولسي جرگه دغه قانون د جون میاشتې تر پایه تصویب نه كړي، نو د افغانستان بانکونه په تور لیست کې شامیلږي.
د يادونې وړ ده، چې وروستۍ پرېكړه به پرې مشرانو جرگه كوي.