تازه خبرونه

د پیسو نړیوال صندوق افغانستان ته د ۲۲۰ میلیون ډالر مرستو هوډ کړی

Published

on

د پيسو نړیوال صندوق ځانګړي بورډ د پرېکړې له مخې افغانستان ته ۲۲۰ میلیون ډالر مرسته ورکول کېږي، چې د پیسو د نړیوال صندق د مسوو لینو په وینا  ټکټانه، یا ربحه نلري.

د افغانستان د ماليي وزارت مسوولین وايي؛ دوی د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور غوښتنه کړې وه، چې دغه صندق یې غوښتنه ومنله.

دوی ويلي، چې دا پیسې به له کورونا ویروس سره پر مبارزه سربېره د اقتصادي چارو پر غښتلي کولو او فعال ساتلو کې هم وکارول شي.

د ماليي وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي: مونږ د پیسو له نړیوال صندق څخه د پور غو ښتنه کړي وه، چې منل شوې او پر دغه پیسو به له کرونا سره د مبارزۍ تر څنګ د اقتصادي بنسټونو په غښتلي کولو کې هم ولګول شي.

د افغانستان د خصوصي  سکتور غړي بیا د افغانستان له خکومت او په ځانګړي توګه له ماليي وزارت څخه غوښتنه کوي، چې دغه پیسې د اقتصادي بنسټونو په غوښتلي کولو او د خصوصي سکتور په هڅونه کې ولګوي.

د چارو پوهان او د ناظر بنسټونو غړي، له کرونا سره د مبارزې لپاره افغان حکومت ته د نړیوالو مرستو له ورکولو هرکلۍ کوي؛ خو د دې مرستو د لګولو لپاره د حکومتي بنسټونو پر مالي مدیریت اندیښنه څرګندوي.

Trending

Exit mobile version