تازه خبرونه
د پېښور عالي محکمې د افغان زدهکړیالانو جبري ایستل ودرول شول
دغه زدهکړیالان، چې د افغانانو د ځانګړې ونډې له مخې په څو طبي او غاښونو طب په پوهنتونونو کې منل شوي؛ په خپله دعوه کې ویلي، چې د دوی د منلو بهیر د قانون له مخې ترسره شوی او د پاکستان د لوړو زدهکړو کمیسیون هم د دوی د ویزو د صادرېدا لپاره د نهممانعت سند ورکړی دی.
د پېښور عالي محکمې په خیبر پښتونخوا کې د طب او غاښونو د څانګو د ۱۴ افغان زدهکړیالانو جبري ایستل لنډمهاله درولي او اړوند چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې په ۱۴ ورځو کې خپل لیکلی ځواب وړاندې کړي.
دغه زدهکړیالان، چې د افغانانو د ځانګړې ونډې له مخې په څو طبي او غاښونو طب په پوهنتونونو کې منل شوي؛ په خپله دعوه کې ویلي، چې د دوی د منلو بهیر د قانون له مخې ترسره شوی او د پاکستان د لوړو زدهکړو کمیسیون هم د دوی د ویزو د صادرېدا لپاره د نهممانعت سند ورکړی دی.
د زدهکړیالانو وکیل په محکمه کې استدلال کړی، چې د پاکستان د طب او غاښونو څانګو شورا لهخوا د افغان زدهکړیالانو د منلو د لغوه کولو پرېکړه، دوی ته د خپل دریځ د څرګندولو له فرصت ورکولو پرته او د پاکستان د اساسي قانون د ځینو مادو او نړیوالو ژمنو خلاف شوې ده.
محکمې د یوه لنډمهالي حکم پر صادرولو د دغو ۱۴ زدهکړیالانو جبري ایستل درولي او اجازه یې ورکړې، چې د راتلونکې محکمې تر پرېکړې پورې خپلې زدهکړې روانې وساتي.
ټاکل شوې، چې د دې قضیې بله غونډه د اوکټوبر پر دولسمهمه ترسره شي.