نړۍ

د پېښور په لاهورۍ سيمه كې ځانمرگو مرگ و ژوبله رامنځته كړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پېښورپه ننيو ځانمرگو بریدونو او بمي چاودنه کې د اووه پولیسو په گډون ۳۵ ته مرگ و ژوبله  اوښتې ده.

دا چاودنې نن سهارد پېښور ښار په لاهورۍ سیمه کې وشوې.

ويل كيږي،چې دغه بريدونه ځانمرگي وه او يوې ميرمنې هم ځانمرگى بريد ترسره كړى دى.

د نړيوالو رپوټونو له مخې د پاکستان په شمال لویدیځ کې نني چاودنو لږ تر لږه اووه تنه ووژل.

د پيښور د پوليسو په وينا:

لومړۍ چاودنه د پولیسو پریوه لارۍ ډوله موټرشوې، چې سرتېري یې ليږدول.

ويل كيږي:

چاوديدونكي توكي په يوه لاسي كراچۍ كې ايښودل شوي وه.

پوليس وايي، چې: ځانمرگې میرمنې خپل ځان د پولیسو له یوې پوستې سره والوزاوه هم یې ځان وواژه او هم یې یوه بله میرمن.

پولیس زیاتوي، چې دا تراوسه څرگنده نه ده، چې دوه يمه میرمن هم بریدکوونکې وه که لاورۍ.

دا چاودنه څو متره ليرې تر دې وشوه، چې یوه ریموټ کنټرول بم د پولیسو موټر په نخښه کړ او پېنځه پولیس، يوه ښځه او یو ماشوم یې ووژل.

د دې دوه چاودنو ترمنځ تر یوه ساعت لږ واټن و. لومړۍ چاودنې نژدې اتلس تنه ټپیان هم کړل. د دې چاودنو مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version