تازه خبرونه

د ځانمرگو بريدونو نسبت بايد طالبانو ته ورنكړشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د تخار والي عبدالطيف ابراهيمي وايي، ځانمرگي بريدونه په ناحقه طالبانو ته نسبت وركول كيږي.

د هغه په خبره، دا د بهرنيو دسيسه ده، چې په لار اچول شوې ده.

د تخار والي عبداللطیف ابراهيمي د خبريالانو او ديني عالمانو په يوې ناسته كې د خبرو پر مهال وويل:

طالبانو ته د ځانمرگو بريدونو نسبت وركول د شرعې خلاف كار دى.

ابراهيمي زياتوي، بايد ځانمرگي بريدونه وسلوالو طالبانو ته نسبت ورنكړل شي.

د هغه په خبره ښايي دا ډول بريدونه د طالبانو او يا هم بهرنيو له خوا تر سره شي.

د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي او دفاعي سند پر سر د ناندريو دوام له امريكا سره دوه اړخيزې اړيكې ترينگړې كړي او دا دى اوس په يو شمېر سياسي غونډو كې افغان چارواكي پر بهرنيو ځواكونو لفظي حملې كوي.

په دې وروستيو كې ولسمشر حامد كرزي بهرني ځواكونه د طالبانو پر توليد تورن كړل، چې بهرني غبرگونونه يي هم را وپارول.

Trending

Exit mobile version