سیمه ییز خبرونه
د ځان وژنكيو فكرونه د شيطانانو په لاس كي دي- شيخ عبدالعزيز
افغانستان له تېرو دولس كلونو څخه يو له هغه هېوادونو دى، چي ډېري ځانمرگي بريدونه په كي شوي او ټوله قرباني يي هم ملكي افغانان وركوي.
د عربستان ستر مفتي شيخ عبدالعزيز وايي: هغه څوك، چي ځان وژنه كوي د هغوي زړونه له سمي لارې منحرف شوي او فكرونه يي د شيطانانو په لاس كي دي او له دغو كسانو څخه په ټولنه كي د نورو انسانانو د وژني لپاره استفاه كوي.
د يادوني وړده، چي ښاغلي شيخ په دغو خبرو كي د هيڅ هېواد نوم نه دي اخستي؛ خو يوازې ځان وژنه يي حرام او جرم بللي.
مفتي شمس الرحمن فروتن هم وايي، چي د ملكي خلكو وژنه په اسلام كي شرعي اصل نلري .
د افغانستان دغه ديني عالم زياتوي، چي په اسلام كي هم ځان وژنه او هم برناحقه د نورو وژل حرام دي.
يو شمېركابل ښاريان وايي، چي د ځان وژوونكيو بريدونو له كبله يي ورځينى ژوند تريخ شوي دى.
دوى له د يني علمانوڅخه غواړي، چي د دې شومي پېښي د مخنيوي لپاره دې خلكو ته تبليغ وكړي.
دا په داسې حال كي ده، چي د ځان مرگي بريد ونو له كبله له تېرو دولس كلونو راهيسي د ملكي افغانانو د قرباني كيدو لړۍ روانه ده.
كه څه هم په افغانستان كي د ځانمرگو بريدونو د مخنيو لپاره افغان حكومت د سمي د هېوادونو په شمول د نړۍ د اسلامي هېوادونو له د يني عالمانو سره هم د حراموالي په مو خه د خلكو د پوهاوي هڅي كړي؛ خو تراوسه مو په هېواد كي دا پېښي كيږي او حكومت يي په مخنيو كي پاتي راغلي دى.