پرمختګ او بشپړتیا

د ځمكني او هوايي ټرانسپورټ وزارت عوايدو ښه شوي- نجفي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواكي وايي، چې:

د ځمكني او هوايي ټرانسپورټ د وضيعت د ښه كيدو په موخه يې هلې ځلې پيل كړي دي .

دغه چارواكي وايي، چې:

د افغانستان عالي جغرافياوې موقيعت او په دغه هېواد كې د امنيت ټينگښت كولى شي، چې په سيمه كې د هېواد د ټراسپورټ د ودې لپاره گټور تمام شي.

د دغه وزارت چارواكي د تېركال په پرتله د روان كال په لومړي نيمايي كې دېرش سلنه د عوايدو له زياتوالي خبر وركوي .

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست وزير داود علي نجفي وايي، چې:

د دغه وزارت په رهبرۍ كې بېړنى تغيير، د خصوصي كولو شعارونه او د ملي بس تصدۍ ته د دولت له خوا د سبسايډۍ نه وركول د ټرانسپورټ د نه ودې اصلي لاملونه دي.

نجفي وايي، چې:

د افغانستان عالي جغرافياوي موقيعت يو ځل بيا د سيمې  او نړۍ د هېوادونو پاملرنه ځانته اړولې، چې د افغانستان له لارې خپل سوداگريز توكي د سيمې او نړۍ د هېوادونو بازارونو ته ورسوي.

نوموړى وايي، چې:

همدا موقيعت په تېرو كالونو كې د يو شمېر بحرانونو د را منځته كيدو لامل هم بلل كيږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند  وزارت  سرپرست  وايي:

د هېواد په څلور دېرش هوايي ډگرونو كې د وړو رادارونو لگول او په بهرنيو الوتنو كې د خدمتونو ښه كيدل د عوايدو د ډېريدو اصلي لاملونه دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په داسې حال كې د ځمكني او هوايي ټرانسپورټ د وضيعت د ښه كيدو په موخه د هلو ځلو خبر وركوي، چې اوس هم د كابل ښاريان د ښاري ټرانسپورټ د منظم سيسټم د نشتوالي له لامله اندېښمن دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version