سوداگري

د ځمکنیو توتانو حاصلات ۳۳۷ متریک ټنو ته رسېدلي – د کرنې وزارت

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۳, ۱۴۰۲)

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصائې ریاست د څرګندونو له مخې؛ پر ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې په ټول هېواد کې له ۳۳۷ متریک ټنو څخه ډېر ځمکني توتان راټول شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، بلخ په ۲۵ هکتاره ځمکه کې د ۱۲۵ ټنو حاصلاتو پر راټولولو ډېر حاصلات درلودل. سربېره پر دې په کابل، هرات، تخار، دایکندي، خوست او نیمروز کې هم  ځمکني توتان کرل کیږي.

تېر کال پر ۱۱۸ هکتاره ځمکه ځمکني توتان کرل شوي وه، چې حاصلات یې ۳۳۷ متریک ټنه ول.

دغه وزارت په پام کې لري، چې په هېواد کې د خمکنیو توتانو د کرنې ساحه پراخه او وده ورکړي.

Trending

Exit mobile version