لوبی

د ځوانانو او پوليسو ترمنځ د واليبال سياليو دولسم پړاوتر سره شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ځوانانو او پوليسو ترمنځ د واليبال سياليو دولسم پړاو د كورنيو چارو وزارت د قرارگاه لوبډلې په اتلولۍ پايته ورسيد.

د دې سياليو په وروستي پړاو كې د سه شنبې په ورځ(د مرغومي۱۷) د كورنيو چارو وزارت د قرارگاه لوبډله د ۲۰۲ شمشاد زون له لوبډلې سره مخ شوې، چې په پايله كې يې د كورنيو چارو وزارت د قرارگاه لوبډلې  درې د صفر په مقابل كې سيالي پخپله گټه ترسره كړه او د دې پړاو اتلولي يې پخپل نوم كړه.

پدې سياليو كې ۲۰۲ شمشاد زون، سليم خيرخواه شركت او ملي اردو لوبډلو  دوه يم، درېيم او څلورم مقامونه خپل كړل.

له دې سياليو څخه موخه د پوليسو او خلكو ترمنځ د واټن نږدې كول بلل شوي دي.

Trending

Exit mobile version