لوبی
د ځوانانو او پوليسو د همغږۍ په موخه د آشي هارا كاراته سيالۍ پيل شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پوليسو د 20 شمشاد زون او ځوانانو تر منځ د آشي هارا كاراته سيالۍ د وږي په ۱۴ د 150 لوبغاړو په گډون د همدې زون په لوبغالي كې پيل شوې.
دا سيالۍ د افغانستان د وزشكارانو د ملي ټولنې په زيار د پوليسو او ځوانانو ترمنځ د اړيكو او تړاو په موخه پيل شوې دي، چې دوه ورځې به روانې وي.
په دغو سياليو كې د لوبغاړيو لس ډلې د ځوانانو او لويانو په دوه برخو كې سيالي ترسره كوي.