تازه خبرونه

د ځواکونو حضور مو د سولې له هوکړې سره تړاو لري- ستولتنبورګ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناتو سرمنشي ویلي، چې د  ځواکونو حضور یې له طالبانو سره د سولې هوکړې له منځپانګې سره تړاو لري او متحدین مو لدغه بهیره ملاتړ کوي.

د ناتو سرمنشي له هغې ناستې مخکې، چې ټاکل شوې د پنجشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۶) د افغانستان د سولې بهیر په تړاو په بروکسل کې جوړه شي وایي؛ د سولې له اوسني بهیر او افغان ځواکونو ملاتړ کوي، خو د ځواکونو حضور یې له طالبانو سره د سولې هوکړې له منځپانګې سره تړاو لري.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي، چې د ناتو ځواکونو حضور د سولې د معاملې له وروستي حالت سره اړیکه نیسي او دا د معاملې له منځپانګې سره تړاو پیدا کوي؛ خو مونږ فکر کوو، چې اوس هم وخت دی، چې ووایوو مونږ څرنګه له سولې وروسته حضور ولرو. مونږ تر اوسه د معاملې منځپانګه نه ده لیدلې.

د ناتو سرمنشي په افغانستان کې د رسنیو لپاره د طالبانو ګواښ هم وغانده او د رسنیو آزادي یې د خبریالانو دیموکراتیک حق وباله.

ینس ستولتنبرګ وایي، چې مونږ د خبریالانو په وړاندې هر ګواښ په کلکه غندو؛ ځکه د رسنیو آزادي د  هر خبریال دیموکراتیک حق دی، چې ولیکي، راپور برابر کړي او لدې حق ګټه واخلي.

دغه راز په ناتو کې د امریکا سفیرې ویلي؛ په افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره اړتیا ده، چې سیمه ییز لوبغاړي هم په دې بهیر کې راګډ شي.

په ناتو کې د امریکا سفیره كي بيلي هتچنسن وایي: هیڅ شک نشته، چې مونږ غواړو سیمه ییز لوبغاړي د سولې په بهیر کې راګډ کړو؛ له افغان دولت سره د خبرو لپاره د پاکستان رول ډېر مهم دی او ډېره مهمه ده، چې یو موټی او په یوه غږ د افغانستان د ثبات لپاره همکاري وکړو.

مخکې  لدې د ناتو سرمنشي د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې ویلي وه؛ هر څومره، چې ژر کیږي، د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره دې زمینه برابره شي.

Trending

Exit mobile version