سیمه ییز خبرونه
د ځينو رسنيو ژبنى او قومي تعصب به ملي وحدت اغېزمن نه كړي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
داسې برېښي، چې د بيان د آزادۍ له اصولو خلاف ژبنيو او قومي مسايلو ته د ځينو رسنيو لمن وهلو افغان ولسمشر اړ كړ، چې په دې اړوند خپل دريځ روښانه كړي.
افغان ولسمشر وايي، چې د ځينو رسنيو لخوا ژبني او قومي تعصب ته لمن وهل د افغانستان د خلكو پر ملي وحدت هیڅ ډول منفي اغېز نه شي کولی.
افغان ولسمشر د سالنگ د لويې لار د پراختيا په ناسته كې ټينگار وكړ، چې افغان رسنۍ بايد د افغانانو يوالي او اتحاد لپاره جدي كار وكړ.
ولسمشر زياته كړه؛ هره هغه رسنۍ، چې ژبني او قومي تعصب ته لمن وهي، په ټول شدت به قانون ورباندې عملي شي.
د هغه په باور؛ هغه څوك، چې دلته په رسنيو كې ناست وي ژبني، سمتي او قومي مسايل پالي، هغوى د افغانانو استازيتوب نه شي كولى.
هغه د مرحوم صمدخان آڅكزي هغه شعر، چې د پښتو او دري ژبو د يوالي لپاره يې ليكلى ولوست او د متعصبينو لپاره يې عبرت وباله.