سوداگري
د ځینو زورواکانو لخوا د برېښنا د لګښتونو نه ورکړې، د برېښنا شرکت اندېښمن کړی دی
د افغانستان برېښنا شركت د زورواکانو په ذريعه د برېښنا له غلا كولو اندېښمن دي. دوی وايي، د بريښنا د لګښتونو نه وركړې د دې شركت پر عوايدو باندې ۲۶ په سلو كې اغېز كړى، چې نږدې دېرش ميليون ډالره كېږي.
په همدې حال كې دې شركت له تمې خلاف د ځينو دولتي جګپوړو چارواكو د بريښنا مزي ځكه پرې كړل، چې د دوی په وېنا، برېښنا يي غلا كړې ده.
په افغانستان كې د لګېدونكې برېښنا د پېسو نه وركړه تازه خبره نه ده، خو د برېښنا شركت مسئولين دا ځل په دې برخه كې حېرانونكې څرګندونې كوي.
د برېښنا شركت رئيس وحيدالله توحيدي خبردارى وركوي، چې تر يوې مياشتې پورې كه زورواکان د خپلې لګول شوې برېښنا پېسې ورنكړې، نومونه به يي رسنيو ته افشا شي.
بل خوا يو تورن كس وايي، د برېښنا كاركوونكو ورته د ميټر له ګرځېدو پرته برېښنا وركړې ده.
خو پوښتنه دلته ده، چې آيا د دغو كسانو د كورنو د برېښنا د مزو له پرې كولو وروسته، چې د لګول شوې برېښنا پېسې یي نه دي وركړي، بيا خپل مزي ونه تړي، دا هغه پوښتنه ده، چې وخت به يي ځواب كړي.