تازه خبرونه
د ځینو ګاونډیانو افراطیت ځوانان له ورانکارو ډلو سره یوځای کېدا ته هڅوي – حنفي
د رییس الوزرا اداري مرستیال د تاجکستان د پارلمان د رییس وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې، چې ” له افغانستان څخه د افراطیت د نفوذ خطر ډېر شوی” ويلي؛ ځینې ګاونډیان له اسلام څخه د خلکو د ویرولو په برخه کې افراط کوي او د دوی دغه ډول افراطیت د دې لامل شوی، چې د دوی ځوانان ورانکاره کړنو ته مخه کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال دغه څرګندونې په کابل پوهنتون کې د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو د ممتازو زدهکړیالانو ستاینغونډې ته د خبرو پر مهال کړې دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي؛ د افغانستان د ځینو ګاونډیانو “افراطیت” د دې سبب شوی، چې ځوانان یې له ورانکارو ډلو سره یوځای شي.
نوموړي ویلي: دوی د اسلام څخه په ډارولو کې دومره افراطي شوي، چې وايي؛ چې سپین ږیري نهوئ، جومات ته مه ځئ! نوم دې باید اسلامي نهوي او مسلمانه ښځه دې پر سر ټکری نلري.
د اسلامي امارت دې لوړپوړي چارواکي ګواښ کړی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه به ورته عمل ولري.
د دوی افراطیت د دې لامل شوی، چې ځوانان له نورو ویجاړوونکیو ډلو سره وتړل شي.
د تاجکستان ملي شورا مشر ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د ډلهییز امنیت تړون غړیو هېوادونو ته د افراطیت د نفوذ خطر مخ پر زیاتېدو دی.
د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ رستم امامعلي د قزاقستان په پلازمېنه کې د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د غړیو هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر ډېر شوی دی.
هغه وایي: زمونږ هېوادونو ته د مذهبي افراطیت د ویجاړوونکې ایډیالوژۍ د خپرېدو خطر مخ پر ډېرېدو دی. تر اوسه په افغانستان کې څه باندې زر دیني مدرسې جوړې شوي، چې ډېرې یې په هغو ولایتونو کې دي، چې د ډلهییز امنیت تړون ټولنې له هېوادونو سره ګډه پوله لري.
امامعلي ادعا کړې، چې په دغو مدرسو کې خلک د ځانمرګو روزنه ترلاسه کوي او په افغانستان کې د دغه وضعیت دوام د ډلهییز امنیت تړون غړیو هېوادونو لپاره اوږدمهاله منفي پایلې لرلی شي.
په دې پروګرام کې د رییس الوزرا اداري مرستيال ويلي، چې له مدرسو څخه د ګاونډيانو اندېښنې بې بنسټه دي.
یادې غونډې ته د لوړو زده کړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم ویلي؛ د ښوونیزو او دیني مدرسو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره به هڅې نورې هم چټکې شي.
که څه هم د ډلهییز امنیت تړون ټولنې غړي تل د افغانستان پر وضعیت اندېښنه څرګندوي؛ خو د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې د افغانستان خاوره به د دغو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.
