تازه خبرونه

د څارنوالانو له دندو د ګوښه کولو لپاره هیڅ ډول اراده نشته – جلال

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د لويې څارنوالۍ سرپرست نور حبیب جلال وايي د هغو څارنوالانو له دندو د ګوښه کولو لپاره هیڅ ډول اراده نشته چې لسانس نلري.
ښاغلي جلال ولسي جرګې ته وویل چې څارنوالان یوازې د ولسمشر د فرمان له مخې ارزول کیږي چې په لویه څارنوالۍ کې د سمون لپاره دا کار مهم دی.
ولسي جرګه بیا وايي چې د څارنوالانو د ارزونې لپاره د ولسمشر فرمان د قانون په خلاف دی.

د څارنوالانو څخه د ازموینې د اخیستو او ارزیابۍ په هکله د څارنوالانو اعتراض د دې لامل شو چې د لویې څارنوالۍ سرپرست ولسي جرګې ته استجواب شي.
که څه هم د ولسي جرګې غړي په څارنوالانو باندې د اداري فساد له کبله نیوکه کوي، خو زیاتوي چې د څارنوالانو د ارزونې او ازموینې په هکله د ولسمشر اشرف غني فرمان د قانون خلاف دی.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وايي چې د څارنوالانو د ارزونې او له دندو د ګوښه کولو لپاره د لویې څارنوالۍ د دندو او واکونو قانون د اجرا وړ دی:
“د ولسمشرۍ د حقوق‎ي سلاکار لخوا د ازموینې اخیستل د ولسي جرګې د دندو او واکونو قانون د ۲۸ مادې خلاف دي او د ولسمشر فرمان هم خلاف د نافذ قانون دي.”


د ولسي جرګې غړی قدرت الله ذکي بیا وایي چې څارنوالان یوې څیړنې ته اړتیا لري تر څو فلتر شي او موږ د عدالت غوښتونکي یو.

د لویې څارنوالۍ سرپرست زیاته کړه چې دغه کسان ارزول کیږي او د ظرفیتونو د لوړولو لپاره یې کار کوي. فساد هغه ستونزه چې د لويې څارنوالۍ سرپرست یې په خپلو ادارو کې پخلی کوي، خو ټینګار کوي چې د سمون هڅې یې پیل کړي دي.
“په دې اړه چې د ارزیابي وروسته څارنولان له دندو ګوښه کیږي؛ د څارنوالانو تر منځ ناوړه پوهاوی رامنځ ته شوی؛ خو به مسولیت وایم چې دوي له دندو نه ګوښه کیږي.”
د ولسمشر د فرمان له مخې د څارنوالانو په ارزیابۍ کې ۲۲۰ کسان شامل دي چې ۱۴۰ یې له دوولسمو ټولګیو فارغ شوي او ۶۷ نور له نورو مسلکونو څخه دغې برخې ته راغلي دي.
خبریال: عبدالعزیزکریمي

Trending

Exit mobile version