سیمه ییز خبرونه

د څارونكيو څارنه به له رڼو ټاكنو سره مرسته وكړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو خپلواك كميسيون چارواكى وايي، د شنبې ورځې په ټاكنو كې د كورنيو او بهرنيو څارونكيو څارنه به له رڼو ټاكنو سره مرسته وكړي.

د دې بنسټ رييس يوسف نورستانى وايي، تر اوسه پر ټاكنو د څارنې لپاره ۶۷ كورنيو او ۱۶ نړيوالو بنسټونو چمتوالى ښكاره كړى دى.

نوموړى ټينگار كوي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون به په ټاكنو كې بې طرفي وساتي، حكومت او بهرنيو ته به هم په دې پروسه كې د لاسوهنې وخت ورنكړ شي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس يوسف نورستاني په ډاگه كړه، چې له دې سره ټاكنې بريالي تر سره شي.

ښاغلى نورستانى زياتوي، په ټول هېواد كې به په ۶۴۲۳ ټاكنيزو مركزونو او ۲۰۶۰۰ محلونو كې ټاكنې تر سره كيږي او د رايي وركولو پرمهال د گوتو د رنگولو لپاره هم دوه ډوله رنگونه لرو، چې په دې برخه كې به له ناوړه گټه اخيستنې مخنيوى وشي.

نوموړي د وري په ۱۶ په ټاكنو كې د كميسيون په بې طرفۍ هم ټينگار وكړ.

Trending

Exit mobile version