سیمه ییز خبرونه

د څرخي پله د صنعتي پارك څه ناڅه نيمه ځمكه زورواكانو نيولې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د څرخي پله د صنعتي پارك نږدې پنځوس په سلو كې ځمكه د زور لرونكو كسانو له خوا نيول شوې ده.

د افغانستان د صنايعو ټولنه وايې:

د دغو څمكو د بېرته را گرځولو لپاره د ولسمشر پرفرمان درې ځله كميسيون جوړشوى؛ خو د سياسي فشارونو په پايله كې دا كميسيون بېرته ړنگ شوى دى.

له پانگونې د ملاتړ اداره يا ايسا، چې د صنعتي پاركونو د پراختيا مسووليت لري وايې:

دې ستونزې ته به په نږدې راتلونكې كې لاسرسى ومومو.

د افغانستان د صنايعو ټولنې رييس جبار ساپى وايې، چې:

د څرخي پله د صنعتي پارك له نيمايي زياته برخه د غيرتوليدي فعاليتونو لپاره په ناقانونه توگه كارول كيږي. د دغه پارك سيمه د څه باندې زر فابريكو جوړيدو ته په پام كې نيول شوې، چې څه باندې دوه سوه زره كسانو ته د كار زمينه برابروي، خو د دې پارك ډېره ځمكه د زور لرونكو كسانو له خوا نيول شوې ده.

دى زياتوي:

د سوداگرۍ وزارت درې ځله د ولسمشر په فرمان د دې پارك د شته ستونزې د حل لپاره كميسيون جوړكړى؛ خو د ملي شورا او نورو دولتي بنسټونو د فشارونو له مخې دا كميسيون د څو ورځو په تېرېدو بېرته ړنگ شوى دى.

د صنعتي پاركونود پراختيا مسوليت تېره اوونۍ د ولسمشرد پرېكړې له مخې، آيسا يا له پانگونې د ملاتړ ادارې ته وسپارل شو.

د دې بنسټ رييس وفي الله افتخار وايې:

د صنعتي پاركونو په ټولو ستونزو خبر يو او په نږدې راتلونكې كې به د ټول مسووليت په اخيستو د نيول شويو ځمكو ستونزه حل شي.

ويل كيږي، چې دا مهال د څرخې پله په صنعتي پارك كې له دوه سوه ډېرې توليدي كارخانې فعالې دي، چې په كې نږدې دېرش زره كسان كاركوي.

Trending

Exit mobile version