سیمه ییز خبرونه

د څرخی پله په زندان کې شاوخوا ۵۰ تنه پر نشه یی توکو روږدي کسان ساتل کېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل د څرخي پله په زندان كې په لسګونو داسې بنديان ساتل كېږي، چې پر نشه يي توكو روږدې دي. د مسئولينو په وېنا، په دې زندان كې د ۲۵۰ بهرنيو وګړو په ګډون شاوخوا اته زره بنديان ساتل كېږي.

د څرخي پله زندان د هېواد يو له سترو زندانونو څخه دى، چې د كابل ښار په ختيځه څنډه كې پروت دى.

په دې زندان كې زرګونه بنديان ساتل كېږي، دې بنديانو كې شاوخوا پنځوس تنه پر نشه يي توكو روږدي دي.

دوی وايي، خپل د اړتيا وړ نشه يي توكي ورته د زندان د مسئولينو له خوا برابرېږي.

خو د څرخي پله د زندان رئيس سرتاج محمد سلطاني د معتادو بنديانو دا څرګندونې په كلكه ردوي او وايي، معتادو بنديانو ته نشه يي توكي د خپلو كورنيو د غړو او خپلوانو له خوا برابرېدل، چې اوس يي د دې ستونزې مخنيوى كړى دى.

دى همدارنګه ز یاتوي، د معتادو بنديانو د درملنې لپاره د زندان په دېرشم بلاك كې روغتيايي مركز جوړ شوى، چې په كې په لسګونو معتادين تر درملنې لاندې دي.

د مسئولينو په وېنا، د څرخي پله په زندان كې دا مهال شاوخوا اته زره بنديان ساتل كېږي، چې ۲۵۰ يي بهرني وګړي دي.

دا زندان د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داوود خان په واكمنۍ كې جوړ شوى دى، چې په كمونستي دوره كې يي ډېر شهرت وموند.

Trending

Exit mobile version