سیمه ییز خبرونه
د څه باندې ۳۰۰ نورو ټاكنيزو مركزونو پرانيستل یو پرمختګ دى
د ټاكنو خپلواك كميسيون په ۳۴ ولايتونو كې د ټاكنيزو مركزونو د امنيت د ټينګښت لپاره نوې څېړنې پېل كړې دي. د دې كميسيون مسئولين وايي، دا بهير به د ټاكنو د خپلواك كميسيون د ولايتي رئيسانو له خوا پر مخ يوړل شي.
د ټاكنيزو مركزونو ليست امنيتي بنسټونو اعلان كړ، چې له مخې يي د ۶۸۰۰ ټاكنيزو مركزونو له ډلې ۴۱۴ يي له لوړ امنيتي ګواښ سره مخامخ دي.
دې ليست ته ملي شورا، د ټاكنو پر سر د څارنې بنسټونه او د ټاكنو خپلواك كميسيون د شك پر سترګه ګوري.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون کمېشنر سریر احمد برمک وايي، د ټاكنو د خپلواك كميسيون سيمه ييز مشران به په ولايتونو كې پر دې ليست نورې څېړنې وكړي څو د هغو ۶۴۰۰ مركزونو د امنيت په باب ډاډ تر لاسه شي، چې امنيتي بنسټونو يي اعلان كړى.
په ستونزمنو سيمو كې د څه باندې ۳۰۰ نورو ټاكنيزو مركزونو پرانيستل بل پرمختګ دى، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون يي يادونه كوي.
بل خوا په سياسي ناستو كې له امنيتي بنسټونو غوښتنه كېږي، چې د ټاكنو د امنيت ساتنې ضمانت وركړي.
ټاكل شوې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاكنې د راتلونكي كال د وري په ۱۶ تر سره شي، خو دا چې دا ټاكنې به په څه رنګه شرايطو كې تر سره كېږي، هغه پوښتنه ده، چې بايد ځواب يي وخت وركړي.