تازه خبرونه

د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو

دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې کان د دوه‌یم بلاک د ایستلو او پروسس تړون د څه باندې ۲۰ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک کړ.

دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د وزارت د څرګندونو له مخې، دا پروژه شاوخوا ۹.۷ کیلومټره مربع سیمه رانغاړي او د پانګونې ارزښت یې ۲۰ میلیون او ۴۵ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د تړون د لاسلیک په مراسمو کې دا پروژه د هېواد د کانونو سکټور د پراختیا لپاره مهمه وبلله او څرګندوي، چې دا تړون د ۱۵ کلونو لپاره شوی او د هر ټن مالګې پر سر به ۱۵۰۰ افغانۍ امتیازي حق اخیستل کېږي.

هغه ټینګار وکړ، چې قراردادي شرکت اړ دی، چې خپلې ټولې چارې د کانونو له قانون، نافذه مقرراتو او په تړون کې له راغلو ژمنو سره سمې پر مخ یوسي.

د کانونو او پټرولیم وزارت همداراز ویلي، چې «رېډګولډ آسیا» شرکت د امتیازي حق پر ورکړې سربېره ژمنه کړې، چې ۹۳۰ زره امریکايي ډالر به د ټولنیزو خدمتونو په بېلابېلو برخو کې ولګوي.

د وزارت د څرګندونو له مخې، یاد شرکت د چاپېریال ساتنې د معیارونو پر رعایتولو هم مکلف دی.

د دې پروژې پلي کېدا به شاوخوا سل کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version