1393ټاكنې
د چارشنبې په شپه ۱۲ بجې د شکایتونو بهیر سرته رسيږي- محسني
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ټاکنو د شکایتونو خبلواک کمیسیون ویاند وايي، د چارشنبې په شپه ۱۲ بجې ( د چنگاښ۴) د شکایتونو بهیر سرته رسيږي.
د ټاکنو د شکایتونو خبلواک کمیسیون ویاند نادر محسنی زیاتوي، د پټولو لپاره نه څه لرو او نه به څه پټ کړو.
ښاغلی محسني په ډاگه کړه، چې په ۷۲ ساعتونو کې دې ولایتي کمیسیونونه خپل شکایتونه راوړاندې کړي او په دز اړه د هغو همکاری غواړو.
د نوموړي په وینا، د ښاغلي امرخېل په اړه تر دې دمه درې شکایتونه ثبت شوي دي.
نوموړي په ډاگه کړه، چې ټول کارونه د ملي او نړیوالو څارونکيو تر څارنې لاندې روان دي او د هغو برېکړو په اړه هم ځواب ورکوونکي يو، چې تر دې دمه تر سره شوي دي.
هغه څرگنده کړه، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو غیرقانوني غوښتنې به ونه منل شي.