پرمختګ او بشپړتیا
د چاريكارو بېوزله كورنۍ هم د بيات بنياد له مرستو برخمنې شوې
بيات بنياد د روژې په مباركه مياشت كې هم د خپلو ځانگړو مرستو لړۍ روانه وساتله او د پروان ولايت په مركز چاريكارو كې يې پر څه نا څه سل اړو كورنيو مرسته ووېشله.
په دې مرستو كې، چې غذايي مواد شامل دي د چاريكارو په بابه خيل او ميان شاخ سيمو كې ترې اړې كورنۍ برخمنې شوې.
د روژې په مباركه مياشت كې د بيات بنياد د مرستو لړۍ له كابله پيل شوې وه پروان ته ورسيده.
دا مرستې د پروان ولايت په مركز چاريكارو ښاركې د بابه خېل او ميان شاخ سيمه كې د بيات بنياد د مرستيال حاجي محمد اسماعيل له خوا ووېشل شوې.
نوموړى وايي:
په روژه كې د بيات بنياد د مرستو لړى د پاى ته رسيدو په حال كې ده.
نوموړي له ټولو هغو كسانو مننه څرگنده كړه، چې په دې بهير كې يې همكاري كړې وه .
د چاريكار ښار د بابه خېل او ميان شاخ سيمو اوسيدونكي، چې دا مرستې يې ترلاسه كړي؛ د بيات بنياد مرستې په وخت او مناسبې گڼي .
د روژې په مباركه مياشت كې د بيات بنياد د مرستو لړۍ هركال پليږي، چې په دې بهير كې پر سلگونو بې وزلو كورنيو خوراكي توكي وېشل كيږي .