تازه خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کاپ -۳۰ په راتلونکي کنفرانس کې د آذربایجان د ملاتړ غوښتنه وکړه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې (NEPA) اعلان کړی، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع الحق خالص په کابل کې د آذربایجان جمهوریت له سفیر الهام محمدوف سره وکتل.

Published

on

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس په کابل کې د آذربایجان جمهوریت له سفیر سره په لیدنه کې د برازیل پر کوربتوب په راتلونکي کاپ -۳۰ کنفرانس کې د افغانستان د فعال ګډون لپاره له هغه هېواد څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې (NEPA) اعلان کړی، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع الحق خالص په کابل کې د آذربایجان جمهوریت له سفیر الهام محمدوف سره وکتل.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس په نړیوال اقلیمي بدلون کنفرانس (COP29) کې د هغه هېواد د رغنده رول او همدارنګه د افغانستان د ګډون لپاره د هغه هېواد د ملاتړ او همکارۍ ستاینه وکړه.

دواړو خواوو د افغانستان او آذربایجان جمهوریت ترمنځ د کلتوري او سیمه‌ییزو مشترکاتو او همدارنګه د سیمې د هېوادونو پر ګډه جغرافیه د اقلیم بدلون د اغزو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

مطیع الحق خالص د چاپېریال په اړه د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او د برازیل په راتلونکې کاپ -۳۰ کنفرانس کې د افغانستان د فعال ګډون لپاره د آذربایجان جمهوریت د ملاتړ غوښتنه وکړه.

هغه د علمي او تخنیکي تجربو پر لیږد، د ظرفیت لوړولو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په اړه د هوکړه لیکونو لاسلیک کولو هم ټینګار وکړ.

د آذربایجان جمهوریت سفیر هم په کاپ – ۲۹ کنفرانس کې د افغانستان ګډون مثبت و ارزاوه اوڅرګندوي: “افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د نړیوالې تودوخې له کبله د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخ دی او مونږ په دې هېواد کې د وروستیو سیلابونو له ویجاړونکو اغېزو څخه هم خبر یوو. د اقلیم د بدلون د پایلو د کمولو لپاره ګډې سیمه‌ییزې او نړیوالې هڅې یوه جدي اړتیا ده.”

هغه د نوې کیدونکې انرژۍ د پراختیا په برخه کې د آذربایجان جمهوریت تجربو، د راتلونکي کال پورې د فوسیلي سونګ توکو د کارولو کمولو او له منځه وړلو لپاره د هېواد ژمنې او په باکو کې د “شنې پراختیا ته ژمن” تر شعار لاندې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO) د هېوادونو د مشرانو د سرمشریزې راتلونکې غونډې ته هم نغوته(اشاره) وکړه.

دواړو خواوو له اقلیمي بدلون سره د مبارزې، د شنې پراختیا اهدافو ترلاسه کولو او په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د چاپېریالي پروژو پلي کولو لپاره پخپلو ګډو ژمنو ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version