بی بی سی پښتو

د چای نړیواله ورځ؛ افغانستان ته د کال ۷۶ زره ټنه وارېدېږي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۳۹۹)
Getty Images
چای د افغانانو په ژوند کې زیات اهمیت لري او هېڅ ناسته یې بې چایو نه وي.

نن د چایو نړیواله ورځ ده، هغه چې خوند یې بېل او نړیوال شهرت لري. د چایو اصلي سرچینه چین دی، خو په افغانستان کې یې هم څښونکي د پېړیو مخينه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، په کلني ډول ۷۶ زره ټنه چای له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته راوړل کېږي.

کېدای شي له چایو بل هېڅ څه زیات ونه څښل شي.

چای د افغانانو په ژوند کې زیات اهمیت لري او هېڅ ناسته یې بې چایو نه وي.

افغان ټولنې ته د چایو څښلو دود له پېړیو ور پاتې دی او تر ډېره د زیاتو چایو په څښلو مشهور هم دي.

ان ځینې افغانان په دې باور دې چې د چایو په نه څښلو یې سر درد کوي او فکر یې هم جوړ نه وي.

د زیاتو چایو څښلو له امله د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو په ځانکړي ډول کابل کې سماواتونه او چای خونې جوړې شوې دي.

د کابل په کاه فروشي کوڅه کې یو سماوار چې اویا کلنه مخینه لري، له همغو پخوانیو پیالو او چینکو سره خلکو ته چای ورکوي.

* سریلانکا؛ د چای کرلو ۱۵۰ کلنه کیسه

* د ښکلې څېرې پښتون چای پلورونکی ستوری شو

* خوند مهم دی که رنګ؟ د چایو په اړه لس جالبې خبرې

د پکتیا اوسېدونکی عنایت الله ځدراڼ وايي د چایو څښل د عادت تر څنګ یې چای ښه ملګری دی.

د چایو بوټی پنځه زره کاله وړاندې په چین کې وپېژندل شو او په اوولسمه پېړۍ کې یو شمېر خلکو له چین نه اروپا او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته هم ورسېد.

که څه هم چای بېلا بېل ډولونه او خوند لري خو په افغانستان کې تر ډېره د شین چای مینه وال زیات دي.

Getty Images
که څه هم چای بېلا بېل ډولونه او خوند لري خو په افغانستان کې تر ډېره د شین چای مینه وال زیات دي.

که څه هم کره معلومات نشته چې کله د چایو دغه بوټی افغانستان ته راوړل شوی او په کلني ډول یې په دې هېواد کې مصرف څومره دی، خو د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي د کابو ۱۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت په کلني ډول چای هېواد ته راوړل کېږي.

د شین او تور چای تر څنګ له څو کلونو را هیسې په افغانستان کې د زعفران چای مینه وال زیات شوي، هغه بوټی چې په افغانستان کې کرل کېږي او نړیوال شهرت هم لري.

Trending

Exit mobile version