سوداگري
د چمن – بولډک لار د تګ راتګ لپاره پرانستل شوه
په کابل کې د پاکستان سفارت څرګنده کړې، چې نن سې شنبه د لړم۱۱ / د نومبر ۲ د چمن – سپين بولدک لار د مسافرو او ترافیکو د تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ټویټ کړی، چې د دواړو هېوادونو د سرحدي چارواکو له خبرو وروسته د چمن – بولدک لار د سې شنبې پر ورځ د خلکو پر مخ پرانیستل شوه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د چمن – بولدک دروازه اوس خلاصه ده. د پیاده او سوداګریزو موټرو تګ راتګ پیل شو. مونږ پاکستان ته د افغان میوو د لاریو د راتګ هرکلی کوو. په دواړو خواوو کې له ټولو اړوند کسانو څخه غوښتنه کوو، چې د خلکو او لاریو د آسانه تګ راتګ لپاره خپله خپلې هڅې ونه سپموي.
احمد خان څرګنده کړې: پاکستان د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د ډسمبر تر ۳۱ پورې د افغان وګړیو لپاره د نادرا ویزې د پروسس لګښتونه بښلي دي. دا د پاکستان د لومړي وزیر پرېکړه ده، چې افغانانو ته د سفر آسانتیاوې برابرې شي.
عیني شاهدانو ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ سهار وختي پر دغه لاره تګ راتګ پيل شوی دی.
ویل کیږي، چې دمګړۍ هغه خلک تګ راتګ کولی شي، چې پاکستاني شناخت کارډ، د کندهار تذکره او يا پاسپورټ ولري. دغه لار به د مسافرو لپاره د سهار له اتو څخه د مازیګر تر څلور بجو او ټرانزیټي موټرو ته ۲۴ ګړۍ پرانیستې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې له اوونیو راپدیخوا په تورخم کې د افغان سوداګرو پر میوو او سبزیو بار زرګونه لارۍ ولاړې دي.
ــــ
کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!
د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته ورشئ.
آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.
مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.
که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک اړیکې ونیسئ: