تازه خبرونه

د چمن لارې له پرانیستل کېدو سره سم زرګونه افغانان هېواد ته را واوښتل

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې د چمن – بولدک د لارې له پرانیستلو سره سم زرګونه افغانان، چې له یوې مودې راپدیخوا په پوله کې بند پاتې ول؛ افغانستان ته را ستانه شول.

دا لاره له یوې میاشتې له تړلو وروسته تېره ورځ د لړم پر ۱۱ بېرته پرانیستل شوه.

یوه افغان رویټرز خبري سرچینې ته څرګنده کړې؛ پوله یوه میاشت او درې ورځې تړلې وه او خلک ډېر اندېښمن ول. دلته نه کار و او نه خواړه.

د چمن لار د اسلامي امارت لپاره د ګمرکي عوایدو مهمه سرچینه ده، چې دوی هم له نغدي ستونزو سره مخ شول. دا لار په دې وروستیو کې د ځایی کروندګرو او د موټرو مالکینو د بیړنۍ اړتیا سره سره د امنیتي ګواښونو، کرونا ویروس او د کرونا آزموینې سند غوښتنې له کبله بنده پاتې وه.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د اکتوبر په وروستیو کې په سلګونه سوداګرو د پولې د تړلو پر ضد احتجاج وکړ او یوه سیمه ییزه لویه لاره یې وتړله.

دا په داسې حال کې ده،  چې افغانستان هرڅومره اقتصادي ناورین ته نږدې کیږي؛ همغومره ګاونډ هېوادونه خپلو هېوادونو ته د کډوالو له ورتګ اندېښمنېږي.

Trending

Exit mobile version