سیمه ییز خبرونه
د چهارشنبې په ورځ به د راتلونكو ټاكنو د كانديدانو وروستى نوملړ اعلام شي
د ټاكنیزو شكايتونو كميسيون د سه شنبې په ورځ د راتلونكو ټاكنو د احتمالي كانديدانو د شكايتونو د څېړنو پايلې اعلام كړې. د دې كميسيون د پرېكړې له مخې، د ولسمشريزو ټاكنو يو كانديد او د ولايتي شورا ګانو ۷۶ كانديدان، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون له لومړني ليست څخه ويستلي و، وروستي نوملړ ته لار موندلې ده.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون له دوه ورځني ځنډ وروسته وكړاى شو، د راتلونكو ټاكنو د كانديدانو د شكايتونو د څېړنو پايله د لړم په ۲۷ اعلام كړي. په دې څېړنو كې ۱۱۶مورده بدلون د كانديدانو د لومړني ليست په پرتله راغلى دى.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون رئیس عبدالستار سعادت وایي:
د ولايتي شوراګانو څلوېښت كانديدان، چې لومړني ليست ته يي لار موندلې وه، په تحصيلي اسنادو كې د درغلي له وجې له وروستي نوملړ ووېستل شول.
دې كميسيون همدا راز د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د راتلونكوټاكنو د ځينو كانديدانو اسناد او مدارك لويي څارنوالۍ ته لېږلي، چې د خلكو له خوا د ځمكو پر غصب، وژنو او اختطاف تورن شوي دي.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، كه پر دې كسانو باندې د محاكمو له خوا وروستۍ پرېكړې وشي، او مجرم ثابت شي، دوی كولاى شي د ټاكنو په هر پړاو كې دا كانديدان له ليست څخه وباسي.
بل خوا د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند نورمحمد نور وايي، د چهارشنبې په ورځ ( د لړم ۲۹ ) به د راتلونكو ټاكنو د كانديدانو وروستى نوملړ اعلام كړي.
د وروستي نوملړ اعلام به د هغو كسانو برخليك روښان كړي، چې ځانونه يي راتلونكو ټاكنو كې كانديد كړي و، خو له لومړني ليست څخه ووېستل شول. دغه كسان د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون كړنو ته سترګې پر لار و.