تازه خبرونه

د چورلکې غورزېدو په پېښه کې څلور پاکستانیان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۷, ۱۳۹۹)

د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ د پاکستان په شمالي برخو کې د یوې پوځي چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې لږ تر لږه څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د هوایي چلند ادارې څرګنده کړې، دغه پوځي چورلکه د ګلګت بلتستان د مینیمرګ په غرنۍ سیمه کې د عملیاتو پرمهال د تخنیکي ستونزې له کبله را غورزېدلې ده.

دوه پیلوټان او دوه پوځیان په پېښه کې وژل شوي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه چورلکه د وژل شوي سرتېري عبدالقدیر د مړي د لېږدولو پر مهال د تخنیکي ستونزې له کبله راغورزېدلې ده.

ویل کیږي، چې په دې پېښه کې پیلوټ جګړن محمد حسین، پیلوټ میجر ایاز حسین، نائیک انضمام عالم او سرتېري محمد فاروق وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version