نړۍ

د چورلکې په راغورځېدو کې د ایران د ولسمشر مړینې غبرګونونه راوپارول

Published

on

رویټرز د دوشنبې پر ورځ د چارواکو او دولتي رسنیو له قوله ویلي: د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، چې له اوږدې مودې راپدیخوا د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي‌خامنه‌یي بالقوه ځای ناستی ګڼل کېده؛ د آذربایجان پولې ته څېرمه په غرنۍ سیمه کې د چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو.

د دې خبر په اړه لاندې غبرګونونه رامنځته شوي دي:

د فلسطين د ادارې مشر محمود عباس، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د عراق د کردستان سيمې ولسمشر نيشروان بارزاني، د عرب ليګ، د ماليزيا لومړي وزير، د جاپان حکومت او د وینزویلا ولسمشر په دې اړه پیغامونه خپاره کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هم په دې اړه خواشيني څرګنده کړې او څرګندوي، چې چينايانو يو ښه ملګری له لاسه ورکړ.

د اروپايي شورا رییس چارلس میشل هم ویلي: اروپایي ټولنه د ولسمشر رییسي او د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبداللهیان او د دغه پلاوي له نورو غړیو او سپرلۍ د مړینې له کبله خپله ژوره خواشیني څرګندوي.

د مصر ولسمشر، د لبنان حزب الله، د سریلانکا ولسمشر او د اردن پاچا هم د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي. د پاکستان حکومت یوه ورځنی ماتم او د سوریې حکومت درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

حماس په یوه خبرپاڼه کې د ایران ستر رهبر علي خامنه‌يي، د ایران حکومت او د ایران خلکو ته پر دې لوی غم خپله ژوره خواخوږي او پیوستون وړاندې کړی دی.

دوی د ایران د مړ شویو مشرانو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې دوی د فلسطینیانو ملاتړ او د اسرائیلو پر وړاندې یې ټینګار کړی او باور یې څرګند کړ، چې د ایران ژورې ریښې لرونکې ادارې د دې توان لري، چې د دې لوی غم پر زغم بریالي شي.

د یمن د حوثيانو د سترې انقلابي کمیټې مشر محمد علي الحوثي په ایکس پاڼه کې لیکلي: مونږ د ایران خلکو، د ایران مشرتابه او د ولسمشر رییسي او ورسره مل پلاوي کورنیو ته د هغوی د مړینې په اړه خپله ژوره خواخوږي او خواشیني وړاندې کوو. له الله پاکه د دوی کورنیو ته د زړه صبر او زغم غواړو. بیشکه مونږ د الله یوو او د هغه لوري ته ورګرځو. د ایران خلک به د پاک الله پر اراده د خپلو خلکو وفادار مشرانو ته وفادار پاتې شي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په ایکس پاڼه کې لیکلي: د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر ډاکټر سید ابراهیم رییسي پر غمجنه مړینه  خواشینی او خواخوږی شوم. د هند – ایران دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې د هغه ونډه به تل یاده وي. د هغه کورنۍ او د ایران خلکو ته د زړه له کومې تسلیت وایم. هند د غم په دې وخت کې له ایران سره ولاړ دی.

اسلامي امارت هم د خواخوږۍ او خواشینۍ تر څنګ څرګنده کړې، چې په دې سختو شېبو کې د ایران له خلکو سره یوو او د دغې پېښې ټولو قربانیانو ته د مغفرت او د هغوی کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.

Trending

Exit mobile version