لوبی

د چين اسیايي سیالیو لپاره د نرینه‌وو افغان کرکت لوبډله په ډاګه شوه

Published

on

د افغانستان کرکت بورد د لوبغاړو غوراوي کمیتې؛ د نونسم پړاو اسیايي سیالیو لپاره د ګلبدین نایب پر مشرۍ د افغان ابدالیان لوبډلې او احتیاطي غړیو نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان کرکت بورد د مهالوېش له مخې؛ به دغه سیالۍ د تلې پر ۵ / د سپتمبر پر ۲۷مه نېټه پیل شي، چې د تلې تر ۱۵ / د اکتوبر تر اوومې نېټې پورې به د چین په هانګجو ښار کې ترسره شي.

د افغانستان کرکت بورد ویلي؛ د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی ګلبدین نایب د دغې لوبډلې مشر ټاکل شوی، چې په کې محمد شهزاد، کریم جنت، صدیق الله اتل، فرید احمد ملک، قیس احمد او افسر ځاځی، چې له دې وړاندې یې د افغانستان په ګټه نړیوال کرکت کړی، راغلي دي.

 دغه راز په دغه لوبډله کې نورعلي ځدراڼ، زبید اکبري، شرف الدین اشرف، سید احمد شېرزاد او شاهدالله کمال، چې د روان کال په جولای کې د اسیایي ایمرجېنګ سیالیو د افغان ابدالیان لوبډلې غړي وه؛ هم شتون ولري.

د دوی ترڅنګ د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکت ملي لوبډلې ځوان تکړه توپوهونکی وفي الله تره خېل هم، چې د روان کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې یې د افغانستان پر کوربه‌توب د سریلانکا او بنګله دېش له نولس کلنو کم عمره لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړ کې ولوبېد، په دغه لوبډله کې شامل شوی دی.

د دغو سیالیو د اصولو له مخې به افغان ابدالیان لوبډله وار له مخه په کوارتر فاینل پړاو کې شتون ولري، چې د تلې پر ۱۱ او ۱۲ / د اکتوبر پر درېیمه او څلورمه نېټه به ترسره شي. دغه راز به د دغو سیالیو نیمه پایلوبې د تلې پر ۱۴ / د اکټوبر پر شپږمه او پایلوبه به یې د تلې پر ۱۵ / د اکتوبر پر اوومه نېټه ترسره شي.

دغه راز به د درېیم مقام لپاره سیالۍ، چې د برونز مدال د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي؛ پر همدې اوومه نېټه په هانګجو ښار کې وشي.

د اسیايي سیالیو لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې بشپړ نوملړ:

 ګلبدین نایب لوبډلمشر، محمد شهزاد مرستیال لوبډلمشر او ویکت ساتونکی، صدیق الله اتل، زبید اکبري، نورعلي ځدراڼ، شاهدالله کمال، افسر ځاځی، وفي الله تره خېل، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فرید احمد ملک، نجات مسعود، سید احمد شېرزاد، قیس احمد او ظاهر خان.

دغه راز ننګیال خروټی، محمد ابراهیم عبدالرحیمزی او الله نور ناصري د یادو سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورد د لوبغاړو د غوراوي کمیتې مشر په دې اړه څرګنده کړې: مونږ هڅه کوو؛ افغان ابدالیان لوبډلې ته نورې زیاتې نړیوالې سیالۍ او سفرونه برابر کړو، چې دغه لوبغاړي په نړیواله کچه ډېر ولوبېږي. د روان کال اسیايي سیالۍ هم د یادو لوبغاړو لپاره یوه بهترینه موقع ده، چې په نړیواله کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي. دا، چې د ۲۰۲۴ ز. کال شل اوریز نړیوال جام سیالۍ هم په راتلونکي کال کې ترسره کېږي؛ نو مونږ هڅه کوو، چې د یادو سیالیو لپاره هم ښه لوبډله غوره او ډېرې سیالۍ ورته برابرې او یادو سترو سیالیو ته پوره چمتو شي.

Trending

Exit mobile version