نړۍ
د چینايي الوتکې د ټولو سپرلیو مړینه تائید شوه
چینايي چارواکو د هېواد په ختیځ کې د ټولو ۱۳۲ چینايي سپرلیو وژل کېدل تائید کړي دي.
د چین د ملکي هوايي چلند ادارې پرون (شنبه د وري ۶ ) په ډاګه کړې؛ د تېرې اوونۍ اوونۍ د چین د سویل په یوه غره کې د راغورزېدلې الوتکې سپاره ټول ۱۳۲ کسان وژل شوي دي.
د سي جي ټي ان د راپور له مخې؛ د قربانیانو خپلوان د څو ورځو راپدیخوا د مرستندویه ډلو په تمه ول، چې د ګوانګشي ولایت ووژو ښار ته نږدې به په ځنګلي سیمو کې له ناورینه د پاتې ژونديو کسانو لټون وکړي.
تر اوسه د پېښې لامل په ډاګه شوی ندی؛ خو معلومات ښيي، چې الوتکه له ۲۹۱ زره فوټه لوړوالي څخه ۷ زره ۸۵۰ فوټه ( له ۸ زره او ۹۰۰ څخه تر ۲ زره ۴۰۰ مټرو پورې) له یوې دقیقې څخه په لږ وخت کې رالوېدلې ده.
د چین د ملکي هوايي چلند ادارې مرستیال مشر یوې خبري غونډې ته ویلي، د الوتکې ټول سپاره او کارکوونکي مړه شوي دي.
تېره اوونۍ د چين دولتي رسنيو خبر ورکړ، چې د ختيځ چين د هوايي شرکت الوتکې د لوېدو په اړه د معلوماتو له دوه تورو بکسونو څخه يو يې موندل شوی او د ګوانګشي ژوانګ په اړوند سيمه کې یې د انسان پاتې شونی موندل شوي دي.
دغه بوینګ ۷۳۷ مسافر وړونکې الوتکه له کونمینګ ښار څخه د ګوانګژو بندري ښارته د ۵۲۳ کیلومټرو په چټکتیا روانه وه، چې په اړوند ځنګلي سیمه کې راولوېده.