بی بی سی پښتو

د چینایۍ محکمې تاریخي پرېکړه؛ مېړه باید مېرمنې ته د کور کار بدل کې پیسې ورکړي

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۳۹۹)
Getty Images

د بیجینګ یوې محکمې د طلاق په یوه قضیه کې یو سړی په دې مکلف کړی چې خپلې ښځې ته د کورني کار د جبران لپاره پیسې ورکړي.

دې سړي ته امر شوی چې د پنځه کلن ودني ژوند په موده کې خپلې مېرمنې ته د کور د کارونو بدل کړې څه باندې ۷ زره امریکایي ډالره ورکړي.

ګڼو کسانو د محکمې دا پرېکړه تاریخي بللې ده او له دې سره په کورونو کې د ښځو د کار په اړه بحثونه پیل شوي دي.

دغه حکم د ودونو په اړه د نوي مدني قانون له تصویب څخه وروسته صادر شوی.

د نوي قانون له تصویب وړاندې، یوازې له واده مخکې د هوکړې په صورت کې، یو کس کولای شول د کورني کار په بدل کې د پیسو غوښتنه وکړي.

خو اوس یوه مېرمن یا مېړه کولی شي چې د طلاق پر وخت د ماشومانو ساتنې،‌ د پاخه عمر کسانو د پالنې او د خپل ژوند ملګري سره د هغوی په کار کې د مرستې بدل کې مالي جبران وغواړي.

د محکمې رییس د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې له واده وروسته د یوې ښځې او مېړه د ګډو املاکو ویش د مادي مالونو په ویش پای ته رسیږي خو کورنی کار نامادي ارزښت لري.

کورنی کار د چا مسئولیت دی؟

Getty Images

دې جوړې په ۲۰۱۵ کال کې واده کړی و، خو تېر کال یې مېړه چېن وغوښتل چې خپله مېرمنه طلاقه کړي. مېرمن یې وانګ په پیل کې طلاق ته زړه نا زړه وه، خو وروسته یې له مېړه وغوښتل چې د پنځو کالو کورني کار مالي جبران ورکړي.‌

وانګ ادعا کړې چې په پنځه کلن ودني ژوند کې یې مېړه ورسره د کور په کارونو او د زوی په ساتنه او پالنه کې مرسته نه ده کړې. ‌

د کورني کار او د هغه د ارزښت د تولید بحث په وروستیو کلونو کې له پخوا ډير د ښځو د فعالانو او د جنسیت برخې د متفکرانو د پام وړ ګرځېدلی دی.

اټکل کیږي چې د چین ښځې په ورځني ډول نږدې څلور ساعته وخت پرته له مزده د کورني کار لپاره ځانګړی کوي.

له دغه بحث سره اړوند هشټګ د چین په خواله رسنیو کې له پنځه سوه اویا میلیونو ډير ځله لیدل شوی دی.

ډيری کارپوهانو تر اوسه استدلال کړی دی چې د زیان جبران ډير کم دی، ځکه چې تقریبأ د ماشومانو د روزونکي ګومارنه په یو کال کې نږدې ۷۷۰۰ ډالر لګښت لري.

د خواله رسنیو بحث کې ګڼو کسانو پر مېړونو غږ کړی چې د کور په کارونو کې مرسته وکړي، او مېرمنو ته یې سپارښتنه کړې چې له واده وروسته هم خپلې دندې او مسلک ته دوام ورکړي.‌

Trending

Exit mobile version