تازه خبرونه

د چین او اروپایي ټولنې استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

نوموړي د شنبې پر ورځ (د تلې اته‌ویشتمه) په ایکس کې له دې پلاوي سره د بروکسل غونډه ګټوره یاده کړې او څرګندوي: مونږ د افغانستان بیارغونې ته پر دوامداره تعامل او زیاتې پاملرنې ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائو یونګ د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي ټوماس نیکولسن په ګډون د آسیا او آرام سمندر لپاره د دې ټولنې له استازو سره  لیدلي دي.

نوموړي د شنبې پر ورځ (د تلې اته‌ویشتمه) په ایکس کې له دې پلاوي سره د بروکسل غونډه ګټوره یاده کړې او څرګندوي: مونږ د افغانستان بیارغونې ته پر دوامداره تعامل او زیاتې پاملرنې ټینګار وکړ.

بیجینګ په تېرو درې کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت د یوه مهم ملګري په توګه راڅرګند شوی او په افغانستان کې د دې وړتیا لري، چې د همکارۍ زیاته، سیمه‌ییز ادغام ته وده ورکړي او د امنیتي ننګونو په ګډون له بېلابېلو خنډونو سره اغېزمنه مبارزه وکړي.

نوموړي په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې چین د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدېخوا په فعاله توګه له افغانستان سره د اړیکو په لټه کې دی او د دې هېواد د بیارغونې او پراختیا په برخه کې یې د مرستې ژمنتیا او چینايي شرکتونو په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

تېره اوونۍ د چین لومړي وزیر لي کیانګ په اسلام‌آباد کې د شانګهای هېوادونو د سرمشریزې پر مهال  له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې «نرمه پالیسي» غوره او یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

د لي او د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف په ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو چارواکو د ګاونډيانو پر ضد د افغانستان د خاورې د کارونې د مخنيوي پر اړتيا هم ټينګار کړی او د ترهګرۍ پر وړاندې یې د اغېزمنې مبارزې غوښتنه کړې ده.

لي او شريف دغه راز په دوه اړخيزه او څو اړخيزه کچه د تروريزم پر ضد د همکاريو د پياوړتيا غوښتنه کړې او د اسلامي امارت له حکومت څخه يې وغوښتل، چې په د فعالو تروريستي ډلو د له منځه وړلو لپاره کوټلي او د تائيد وړ هڅې تر سره کړي.

دغه راز دواړو مشرانو د افغانستان د حالاتو په اړه د اړیکو او همغږي د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار وکړ او د اسلامي امارت د هڅونې لپاره یې د نړیوالي ټولني د همغږو هڅو غوښتنه وکړه، چې یو ټولګډونه سیاسي چوکاټ جوړ او نرمه پالیسي پلي کړي.

ویل کیږي، چې دواړو هېوادونو د افغانستان د دوامدارې پراختیا او له نړیوالې ټولنې سره د هغه د ادغام په برخه کې پر رغنده رول ترسره کولو هوکړه کړې ده.

Trending

Exit mobile version