تازه خبرونه

د چین او افغانستان استازیو د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د چين او افغانستان ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکې مثبتې یادې کړې او د دغو اړيکو د پوره پياوړتيا لپاره يې پر نورو زياتو هڅو ټينګار وکړ.

Published

on

په بیجینګ کې د افغانستان د چارسمبالي حکومت سفیر بلال کریمي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیائویونګ سره وکتل او د افغانستان او چین ترمنځ یې د سیاسي اړیکو پر پراختیا او د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

په بیجینګ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو له ګاونډ او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د ښو اړیکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، ټرانزیټي او قونسلي اړیکو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې او خپل اړوند اندونه وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د چين او افغانستان ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکې مثبتې یادې کړې او د دغو اړيکو د پوره پياوړتيا لپاره يې پر نورو زياتو هڅو ټينګار وکړ.

Trending

Exit mobile version