سوداگري

د چین او افغانستان ترمنځ د ریلګاډي سوداګري بیا پیل شوه

هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: دا د سوداګریزو محصولاتو لومړني ۵۵ واګونه دي، چې د شانګهای د شمال یوه کمربند او یوې لارې پروژې له مرکز نانټونګ څخه بار شوي او د افغانستان د حيرتان پولې ته روان دي.

Published

on

د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي يو شياویونګ د چين او افغانستان ترمنځ د ریلګاډي له سوداګري خبر ورکړ.

هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: دا د سوداګریزو محصولاتو لومړني ۵۵ واګونه دي، چې د شانګهای د شمال یوه کمربند او یوې لارې پروژې له مرکز نانټونګ څخه بار شوي او د افغانستان د حيرتان پولې ته روان دي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي او په بیجینګ کې د افغانستان د سفیر بلال کریمي په ګډون په یو لړ مراسمو کې د دې ریل‌پټلۍ د بیا پیلولو پرانسته وکړه.

تېره اوونۍ په کابل کې د چین سفیر اعلان کړی و، چې د روان کال تر پایه به چین ته د افغانستان سوداګریزو توکو پر صادراتو ګمرکي تعرفه لغو کړي.

Trending

Exit mobile version