سیمه ییز خبرونه

د چین دولت د افغانستان په خاوره کې د امریکايي هډو شتون مهم بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي سن یوشي دا څرګندونې په پیکنګ کې مطرح کړې او ویلي یي دي، چې د چین دولت له ترهګري سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو له همکاریو او دې هېواد کې د امریکایي هډو له شتون هرکلی کوي.

د امریکا د ولسمشر باراک اوباما دا اعلان، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې ځواکونه پرېږدي، د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي سن یوشي له هرکلي سره مخامخ شو.

هغه وایي، د بیجنګ یوه اندېښنه په سیمه کې د ایغور یاغیانو شته والی دیو چې د ختیځ ترکستان په نوم د خپلواک حکومت غوښتنه لري.

سن یوشي زیاتوي، تر کومه چې زه پوهېږم چې د ترهګرۍ خلاف د نړیوالې مبارزې په لړ کې ځینې ایغور یاغیان له منځه ولاړل او دغلته نور کسان هم وو، چې د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا ونیول شول او د ګوانتانامو زندان ته یوړل شول. که څه هم ډېر یې تښتېدلي، او دا مهال یو شمېر د دوی، چې زه یې کره شمېره نه شم ویلای، په افغانستان کې پاتې دي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی په افغانستان کې د امریکا د حضور دوام یوه اړتیا بولي.

نوموړی همداراز وایي، د افغانستان اوسني حالت ته په کتو، د امریکا متحد ایالتونه خپلې ځينې پوځي هډې د یوې مودې لپاره افغانستان کې ساتي څو د افغانستان له دولت او خلکو سره د ترهګري خلاف مبارزه کې همکاري وکړي، مونږ هم ترې هرکلی کوو.

نوموړی چې تازه دې مقام ته منصوب شوی وایي، چین نه غواړي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تشه ډکه کړي، خو د افغانستان د بیا رغاونې په برخه کې به ستر سوداګریز رول ولوبوي.

 

Trending

Exit mobile version